کابل او هرات کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی وشو.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په ده سبز ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په هدف ځای پر ځای کړی و، چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
همداراز ترهګرو طالبانو د هرات ښار د ۱۳ ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا شنډ شو.