کابل او هرات کې؛ پولیسو د بستر په موخه ۲۴ روږدي راټول کړي او ۲۰ تنه نیولي دي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هرات په مرکز او لسوالیو کې د څو جلا عملیاتو پایله کې ۲۰ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي او ۳۶ کیلو ګرامه ایف، ۱۰ کیلو ګرامه چرس او ډول ډول نور نشه یي توکي یې ترې ترلاسه کړي دي.
همداراز یادو منسوبینو د کابل ښار له پینځمې ناحیې ۲۴ روږدي کسان راټول کړي او کابل کې د روږدو روغتیایي مرکز (امېد) کې یې بستر کړي دي.