کابل او ننګرهار کې د انسان تښتوونکو اوه کسیزه ډله ونیول شوه

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کابل او جلال اباد ښارونو کې د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې اوه انسان تښتوونکي نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو عراده واسطه او یوه جوړه نظامي درېشي ترلاسه شوي دي.
دوی سږ کال په وري میاشت کې په جلال اباد ښار کې یو کس تښتولی و او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشي کړی و، چې له هغې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو او د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.