کابل او لوګر کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۴:۱۳
۸

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د دوه جلا هدفمند عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې درې تنه او همدارنګه د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې هم یو کس نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف وسله، یوه قبضه تومانچه او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.