کابل او لغمان کې پولیسو پنځه تنه د نشهیي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د دوو پلټونکو عملیاتو پایله کې یو تن له ۱۴ کیلوګرامو تریاکو سره د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې او یو بل تن له دوهزرو او ۴۴۰ دانو نشهیي ټابلیټونو سره د کابل ښار د اولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیولي دي.
همداراز، د لغمان امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د درې کیلوګرامو تریاکو او یوه اندازه چرسو او نشهیي ټابلیټونو سره د یاد ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي.