کابل، کونړ، کندهار او لوګر کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی شوی
 
              ملي پولیسو د کابل، کونړ، کندهار او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین، د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې شپږ کړۍ ماینونه، د کندهار ښار په اومه حوزه کې یو کړۍ ماین او همدارنګه د لوګر ولایت په برهکي برک او محمداغې ولسوالیو کې هم درې کړۍ ماینونه د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.