کابل، کندوز او غزني کې ۹ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۳:۵۸
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، کندوز او غزني ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ کابل کې پنځه تنه، کندوز کې دوه تنه او همدارنګه غزني کې هم دوه له یو اندازه هیرویینو، ښيښه، چرسو، تریاکو او الکولي څښاکو سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.