کابل، کاپیسا او لوګر کې له درېیو ترورېستي پېښو مخنیوی شوی

ملي پولیسو د کابل، کاپیسا او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په حیدرخان کلا سیمه کې، د کاپیسا ولایت د حصې دوم کوهستان ولسوالۍ په نصیرخېل کلي کې او همدارنګه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په ذاهداباد بازار کې ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.