کابل، هرات او ننګرهار کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې یو کس، هرات کې درې تنه او همدارنګه په ننګرهار کې هم درې تنه نور له یو اندازه تریاکو، چرسو او الکولي څښاکو سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.