کابل، هرات او خوست کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د ملي پولیسو منسوبینو په کابل، هرات او خوست ولایتونو کې د درېیو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند قمبر څلورلارې سیمه کې، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په بازار کې او همدارنګه د خوست ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو.
ترهګرو غوښتل د دې ماینونو په پټاوېدو سره یو ځل بیا ملکي تراژيدي رامنځته کړي، چې هدف ته له رسېدو دمخه د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.