کابل، لغمان او تخار کې ۹ تنه د غلا، ژوبلې او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیول شول
 
              ملي پولیسو د کابل، لغمان او تخار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ښار په اتمه حوزه کې درې تنه د غلا او شکونې په تړاو له یو عراده موټر سره، د لغمان ولایت په قرغهيي ولسوالۍ کې پنځه تنه د ژوبلې او همدارنګه د تخار ولایت د تالقان ښار په څلورمه حوزه کې هم یو کس د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیول شوي دي.