کابل، غزني او فاریاب کې د پولیسو د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې له ۱۴ ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۲:۴۲
7

د ملي پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په کابل، غزني او فاریاب ولایتونو کې د سړک غاړې د ماین، لاسي بمونو او چاودېدونکو توکو له ۱۴ سازماندهي شویو ترورېستي پېښو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د کابل ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې په یوه دېګ‌بخار کې چاودېدونکي توکي، د کابل – لوګر پر لویه لار د ار.پي.جي دوه ګولۍ او د ۸۲ یوه ګولۍ، د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې او "امیرمحمدخان قلعې" په اړوند سیمو کې شپږ کړۍ مقناطیسي ماینونه او درې قبضې لاسي بمونه او همدارنګه د فاریاب ولایت د قرغان ولسوالۍ په "کاریګرخانه" کلي کې د سړک پر غاړه هم یو کړۍ بشکه‌يي ماین ځای پر ځای کړي وو.
د یادو ماینونو او چاودېدونکو توکو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.