کابل، خوست او پروان کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو کابل ښار کې د "امنیتي میثاق" پر بنسټ ۱۰ تنه د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ښار د ۱۳مې او ۱۷مې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو درې پرچون پلورونکي، د "خیرخانې کوتل" او "ارغندې چوک" سیمو کې دوه تنه د "چرسو، تریاکو او ښيښه" د قاچاق او همداراز د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې هم پنځه تنه له یو اندازه هیرویینو سره یو ځای نیول شوي دي.
بلخوا؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د خوست ښار په "متون" سیمه کې د الکولي څښاکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
په همدې حال کې؛ د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې هم یو کس چې د تریاکو د قاچاق پر قضیې تورن و او له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، د یو لړ هدفمند عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.
هېره دې نه وي چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.