کابل، بلخ او تخار کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۱:۳۰
س

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو د کابل ښار د پنځې ناحیې او پغمان ولسوالۍ او د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د لومړۍ حوزې له اړوند سیمو نیولي دي.

په همدې حال کې، د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کلفګان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د تریاکو، شیشه او هیرویینو له ډوله د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو لاسته ورغلي دي.