ډول ډول مهمات په پروان ولایت کې کشف او ترلاسه شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۱۶
sdfgsdfg

د پروان امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو، د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت په اړونده سیمو کې د دریو میاشتو په لړ کې ډول ډول مهمات او په لسګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړي.
په لاسته راغلو مهماتو کې، ۹ عدده د ټانګ ضد مینونه، ۲۴ دانې د پرسونل ضد مینونه، دوه دانې لاسي بمونه، ۳۳ فیره د هاوان مرمۍ، ۴ فیره د راکټ مرمۍ، ۶ فیره د ۸۲ مرمۍ او نور مهمات شامل دي.