څو شېبې وړاندې ملي پولیسو په سرپل کې یو موټر بم کشف او شنډ کړ.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د دې ولایت د لویې لارې له موظیفینو سره یو ځای د سرپل پر عمومي لویې لارې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر کشف او شنډ کړی دی.
ترهګرو طالبانو په یاده واسطه کې نږدې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د سرپل د مرکز په اړوند سیمو کې یې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وچوي.
د دې عملیاتو په لړ کې یو تورن کس هم د پولیسو لخوا ونیول شو.