څلورو ولایتونو کې ۱۵ تنه د غلا او وژنې په تړاو ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۵۶
شسیبشس

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په پکتیا، نیمروز، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د غلاوو او وژنې په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي دي.
له منځه یې، نهه تنه په پکتیا او درې تنه په نیمروزو کې د غلا په تړاو او دا راز دوه تنه په بلخ او یو تن د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې د قتل په تړاو نیول شوي دي.