څلورو ولایتونو کې پولیسو ۱۶ تنه د غلا په تړاو نیولي دي

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په پروان، نیمروز، جوزجان او هرات ولایتونو کې د وسایطو، مبایلونو او اجناسو د غلا په تړاو ۱۶ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له نیول شویو کسانو، شپږ تنه په پروان، څلور تنه په نیمروز، درې تنه په جوزجان او درې تنه د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.