څلورو ولایتونو کې له پینځو ماین چاودنو مخنیوی شوی او پروان کې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه
د هرات، خوست، کاپیسا او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د پینځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
له دې منځه ترهګرو د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه، د هلمند ولایت پر لویه لار یو کړۍ ماین، د خوست ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین او په کاپيسا کې هم یو کړۍ ماین د ملکي مرګژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو؛ چې له چاودنې مخکې د پولیسو لهخوا کشف او له منځه یوړل شول.
همداراز د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز په "خلازيي" کلي کې په یو لړ ګډو عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو، جنګي تسلېحاتو او نظامي تجهیزاتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې هم یو کس د ۴۹ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د لېږد په تړاو نیول شوی دی.