څلورو ولایتونو کې شپږ تنه د وژنې په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۱ - ۱۳:۵۹
1

د پروان، تخار، فاریاب او لغمان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د قتل په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې دوه تنه، د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې دوه تنه، د فاریاب ولایت د میمنې ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کس او همداراز په لغمان ولایت کې هم یو کس د وژنې په تور نیول شوي دي.