څلورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۳ تنه ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۶
طزرذطزرذ

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې،  بلخ ولایت کې د وسله‌والو غلو یوه څلور کسیزه ډله، هرات کې د موبایلونو او وسایطو د غلا په تړاو څلور تنه، فاریاب کې د قماربازۍ په تړاو څلور تنه او همدارنګه په دایکندي ولایت کې د خلکو د ځورونې په تړاو یو تن نیولی دی.

نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته د لا نورو قانوني اجراآتو په موخه عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.