څلورو ولایتونو کې؛ ۱۸ کسان د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۴
sfaaff

نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو، اووه تنه په بغلان، دوه تنه په ننګرهار کې له شپږ کیلو چرسو سره او شپږ تنه په پکتیکا ولایت کې د غلا او نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي.
همداراز، یادو منسوبینو غور کې د نشه یي توکو یوه کارخونه موندلې او په یاد ولایت کې یې درې تنه له ۱۶۰ کیلو ومانو سره نیولي دي.
په ورته وخت کې، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو څلور خصوصي شرکتونه، چې غوښتل یې د کابل هوایي ډګر له لارې په صادریدونکو توکو کې نشه یي توکي تېر کړي، نیولي دي.