څلورو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۲ تنه د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو په کونړ، هلمند، کندوز او سرپل ولایتونو کې د جلا چاڼيزو عملیاتو پایله کې ۱۲ تنه د نشهيي توکو د پلور او او قاچاق په تړاو نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له نیول شوو کسانو څلور کیلو ګرامه شیشه، څلور کیلو ګرامه چرس او یوه اندازه نشهيي ټابليټونه ترلاسه شوي دي چې خوندي ځای ته تر لېږد وروسته به لمنځه یوړل شي.