څلورو ولایتونو کې؛ پولیسو اته تنه نیولي او ۱۳ ورک شوي تیلفونونه موندلي 

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
سیشبب

امنیتي ځواکونو د غلاوو، قاچاق، دوکې او نورو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، هرات، نورستان او سرپل ولایتونو کې اته نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

له منځه یې، درې تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، دوه تنه د دوکې په تړاو په هرات، دوه تنه د وهلو ټکولو په تړاو په نورستان او یو بل تن د غلا په تړاو د سرپل ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

په ورته مهال، د سرپل ولایت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په مربوطاتو کې د یو پلټونکی عملیات پایله کې ۱۳ غلا شوي مبایلونه موندلي او د اسنادو له کتلو وروسته یې خپلو مالکانو ته سپارلي دي.