ځانګړو ځواکونو ۱۸ ترهګرو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ ۱۰ تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو نیولي.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په پکتیکا، پکتیا، بغلان، هرات، کاپيسا او کابل ولایتونو کې کې د ترهګرو طالبانو د ځپلو په موخه بېلابېل عملیات ترسره کړي دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي، اته یې ټپي او ۱۰ کسان د ترهګریزو او تخریبي کړنو په تور نیول شوي دي.
له دې ډلې اوه ترهګر طالبان د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې وژل شوي، درې ترهګر طالبان د بغلان ولایت په جلګه ولسوالۍ کې له منځه وړل شوي او اته نور یې په دواړو ولایتونو کې ټپیان شوي دي.
د دې ترڅنګ د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې دوه تنه له درې میله وسلو او یو شمېر تجهیزاتو سره په کابل کې، درې تنه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې، درې تنه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې، یو کس په بغلان ولایت کې او یو بل کس یې د کاپيسا ولایت په اړوند سیمو کې له یو شمېر نظامي تجهیزاتو او یو عرادې بې اسناده لېږدوونکې واسطې سره نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یو حرفوي ماین جوړوونکی "قاري بورجان" هم نیولی دی.