پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست له روزنیز کورس څخه د پولیسو منسوبین فارغ شول

پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست له روزنيز مرکز څخه لسګونه د پولیسو عملیاتي منسوبین، پېښو ته د رسېدو او اطفایې په برخه کې د وړتیا لوړونې له روزنیز کورس څخه فارغ او خپلې مسلکي زده کړې یې بشپړې کړې.
ګډونوالو یې چې له مرکز او ولایتونو څخه یې د وړتیا لوړونې په یاد کورس کې ګډون کړی و، د اطفایې د تخنیک او تکتیک، د مخنیوي تدابیرو، پېښو سره د مبارزې، عملي تمریناتو او همداراز په عقیدتي برخو کې زده کړې ترلاسه کړې.
په همدې اړه مراسم ګډونوالو ته د اطفایې ریاست د مشرتابه او د یاد مرکز د ښوونکو له لورې د تصدیق پاڼو له ویش وروسته پای ته ورسېدل.