پینځو ولایتونو کې د ۱۵ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳۱ - ۱۳:۲۷
1

د غزني، هرات، لوګر، بغلان او پروان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو ۱۵ کړۍ ماینونه چې د ملکي مرګ‌ژوبلې په موخه یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.
له دې منځه د غزني ولایت د اب‌بند ولسوالۍ په "لنده‌خېل" کلي کې اوه کړۍ ماینونه، د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې څلور کړۍ ماینونه، د بغلان - سمنګان پر لویې لارې درې کړۍ ماینونه، د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین او د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړل شوي دي.
د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د یرغلیز عملیاتو له پيل سره سم ترهګرو طالبانو د جګړې له ډګرونو شاتګ کړی او یو ځل بیا یې د وحشت فضا او ملکي مرګ‌ژوبلې د رامنځته کولو په‌پار د سړک غاړې ماینونو او ځانمرګو بریدونو په ترسراوي لاس پورې کړی دی.