پکتیکا کې ۳۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د ولسوال مرستیال په ګډون اته تنه وژل شوي، چې د دوو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي او همداراز یو موټرسایکل، دوه میله کلاشینکوفونه او یو پایه مخابره د پولیسو لاسته ورغلي دي.
بلخوا د مټاخان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسوول ملا یعقوب په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ژور ټپیان دي.
د یادې نښتې په لړ کې یو قبضه راکټ، یو شمېر لاسي بمونه او دوه کړۍ د ټانګ ضد ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ تېره شپه د زیړوک ولسوالۍ په اړوند برخو کې افغان ځانګړو ځواکونو د ترهګرو طالبانو پر یوه مرکز شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور میله کلاشینکوفونه یې د ځانګړې قطعې لاسته ورغلي دي.
د یادولو وړ ده، چې د مټاخان ولسوالۍ په نښتو کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.