پکتیکا کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۹:۴۸

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په علي مست کلي کې یو لړ شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې لس ترهګر طالبان وژل شوي او دری نور یې ژوندي نیول شوي دي.
بلخوا بیا د ګیان ولسوالۍ په "زړه ګیان، خواجه خېل او مګړ" کلیو کې د امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د یوه سیمه ییز قومندان "تابخ" په ګډون ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي، درې نور ټپیان شوي او د ترهګرو طالبانو یو عراده ډاډسن موټر هم له منځه تللی دی.
همداراز برمل ولسوالۍ کې هم پنځه شکمن کسان د ملي پولیسو له خوا نیول شوي دي.