پکتیکا کې ۲۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۱۳:۴۹

ترهګرو طالبانو د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې پراخ ترورېستي بریدونه سازماندهي کړي وو، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
په‌دې نښته کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.
ترهګر طالبان د هېواد په هره برخه کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او دوی د هېواد له ملي ځواکونو سره د جګړې توان نه‌لري او په هر ډګر کې یې ماته خوړلې ده.