پکتیکا کې ۱۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو غوښتل د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په کرمو سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
پدې نښته کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات چې یو میل ۸۲، یو میل M-16، یو لیزري ماشین او دوه میله کلاشینکوفونه هم پکې شامل دي؛ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې د دې نښتې په ترڅ کې یو ملي پولیس شهید شوی او بل یې ټپي دی.