پکتیکا کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۰:۱
6

د تېرې اوونۍ په لړ کې د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز ښرنې په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو په اړوند سیمو کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د قاچاق، غلاوو او غیرقانوني کان کیندنو په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې پولیسو ۷ کسه د ۶۱۹ کیلو ګرمه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو له یو میل تفنګچې او مهماتو سره، ۲ تنه د یوه کرولا ډوله موټر د تښتونې په تړاو، ۴ تنه موټرچلوونکي چې غوښتل یې له محصول پرته موټر نورو ولایتونو ته ولېږدوي، ۲ تنه کمېشنکاران او همداراز ۳ تنه چې په غیرقانوني ډول یې کان کیندنه کوله له یو عراده موټر سره یو ځای نیولي دي.
یاد کسان اوسمهال تر لا زیاتو پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.