پکتیکا کې ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ ټپیان دي

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۹:۸
7

ترهګرو طالبانو تېره شپه د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ پر اړوند پوستو برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه برید سره مخ شول او په ترڅ کې یې د سروضې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نظامي مسوول “مسلم” په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي او ۷ نور مرګوني ټپیان شوي دي.
د یادې نښتې پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
ملي امنیتي ځواکونو د دې نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر ماینونه چې د ملکي خلکو د نښه کولو په موخه یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.