پکتیکا کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ په سپېدار سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې اته ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دې نښتې په پایله کې د ترهګرو اته موټرسایکلونه او همدارنګه یو اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.