پکتیکا کې یو ډېر شمېر چاودېدونکي توکي او نظامي تجهیزات ونیول شول.
تېره شپه ناوخته د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوسف خېلو ولسوالۍ په مست سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر چاودېدونکي توکي، مهمات او نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
ترهګرو له یادو چاودېدونکو توکو او نظامي تجهیزاتو څخه په ترهګریزو کړنو کې ګټنه کوله، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا ونیول شول.