پکتیکا کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۷ - ۱۰:۷
ب

تېره شپه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ په اشک سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یو مهم او کلیدي ډلمشر "بشیر" وژلی او یو بل ترهګر یې ټپي کړی دی.
همداراز امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیکا په جمجه او شرابت سیمو کې د یو لړ عملیاتو پرمهال درې ترهګر طالبان وژلي دي.
یادو ترهګرو په پکتیکا کې د ترهګریزو پېښو په ترسراوي کې مهم رول درلود.