پکتیکا کې له ۱۲ خونړيو پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۱۳:۱۸
ق

تېره ورځ د پکتیکا ولایت پولیسو په وړممۍ ولسوالۍ کې له ۱۲ ماين چاودنو مخنيوى کړى دى.
ترهګرو طالبانو د يادې ولسوالۍ په اړوند تور ناصر، برکت، کارېز او عاليکزو سيمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف بېلابېل ډوله ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو؛ چې له چاودنې مخکې د پوليسو لخوا کشف او له منځه وړل شوي دي.