پکتیکا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵۰ کلنه دښمني حل او پای ته ورسېده
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ د دعوت او ارشاد مدیریت په هڅو، د دغه ولایت د امنیه قومندان قاري امینالله طیب د لارښوونې او د ولسي شورا، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دغه ولایت په نکې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۱۵۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو کورنیو یو بل وبښل.
یاده دښمني د کورنیو ترمنځ د اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی و او دغه اختلاف شاوخوا ۱۵۰ کاله دوام کړی و. د مسؤولینو د پرلهپسې هڅو او د دواړو کورنیو ترمنځ د ناستو په پایله کې د روغې جوړې زمینه برابره شوه او دواړو لورو د تېرېدنې او بښنې په منلو خپلې اوږدمهالې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود.