پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډیپو کشف او ترلاسه شوه

تېره شپه ملي پولیسو د پکتیکا ولایت د ګوملې ولسوالۍ په "شروین توی" سیمه کې د ترهګرو طالبانو پر یوه مرکز عملیات ترسره کړي، چې په لړ کې یې د پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې او په پایله کې یې دوه ترهګر طالبان ټپیان شوي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د مهماتو او وسلو یوه ډیپو چې یو میل دهشکه، دوه راکټ اندازه، یو میل ار پیکا، د دهشکې اتلس بکسې ګولۍ، لس ډزه د هاوان ګولۍ او پنځه راکټ ګولۍ پکې شاملې دي؛ د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.