پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

تېره ورځ ترهګرو طالبانو د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالۍ کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی، چې د ملي پولیسو له کلک ځوابیه برید سره مخ شوي او په ترڅ کې يې ۲۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د دې نښتې پر مهال د ترهګرو یو شمېر جسدونه او درې عرادې موټرسایکلونه هم د جګړې پر ډګر پاتې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له خاورې او خلکو د سپېڅلې دفاع په لار کې درې ملي پولیس شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.