پکتیکا کې درې ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۴:۳۶
پرون مازدیګر د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر هیبتو پوسته ترهګرو طالبانو ډله ییز برید کړی، چې د ملي پولیسو له غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې یو ترهګر طالب وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د یادولو وړ ده، چې پولیسو د نښتې پرمهال د ترهګرو طالبانو یو هاوان او یو شمېر مهمات هم نیولي دي.
په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.