پکتیکا کې درېیو ترهګرو طالبانو ته د مرګ ژوبلې سربېره؛ له شپږو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د پکتیکا ولایت په خیرتکوټ ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ د نښتې له امله یو ترهګر طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
په یاده نښته کې یو عراده موټرسایکل او یو قبضه توغندی غورځوونکی هم له ترهګرو څخه ترلاسه شوي او پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.
همدارنګه؛ پولیسو د سروضې ولسوالی په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په پایله کې له شپږو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو دا ماینونه په تازهګۍ سره پر عامه لارو د ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای کړي وو.