پکتیکا، پروان او هرات کې له پنځو مرګونو پېښو مخنیوی شوی
پولیسو په پکتیکا، پروان او هرات ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو د پنځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د پکتیکا په مرکز ښرنه او جانيخېلو ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه، د پروان ولایت په کوهصافي ولسوالۍ کې هم دوه کړۍ ماینونه او د هرات ښار د ۱۲مې ناحيې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین د ملکي مرګژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو؛ چې له چاودنې مخکې د پولیسو لهخوا کشف او له منځه یوړل شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره په یادو ګڼه ګوڼو سیمو کې د درنې ملکي مرګژوبلې مخه نیول شوې ده.