پکتیا کې ۲۸ میله بېلابېلې وسلې او سلګونه مرمۍ کشف او ضبط شوې
د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ اړوند ناري ژورې سیمه کې امنیتي ځواکونو ۲۸ میله بېلابېلې توپنچې او ۱۴۵۰ پیره مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.
د معلوماتو له مخې، یاد مهمات له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدل، چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي چې امنیتي ځواکونه یې د پېژندلو او نیولو هڅه کوي.