پکتیا کې ۱۸ میله کلاشینکوفونه ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
adsfas

د پکتیا امنیې قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د دې ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۱۸ میله کلاشینکوفونه موندلي او ضبط کړي دي.
یادې شمېر وسلې چې غیر مسؤلو خلکو له ځانونو سره ساتلې وې، د پولیسو په بېلابېلو چاڼيزو عملیاتو کې کشف او ضبط شوي دي.