پکتیا کې ۱۷۵ کیلو ګرامه چرس او ۶۳۰ کیلو ګرامه د بنګو دانې نیول شوې دي.

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۷/۱۰/۱۴ - ۱۶:۳۳
003

د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ په خنډ خېلو سیمه کې د ملي پولیسو له خوا ۱۷۵ کیلو ګرامه چرس او ۶۳۰ کیلو ګرامه بنګ دانې نیول شوې دي.

یاد مخدره توکي په یوه باغ کې ځای پر ځای شوي وو، چې د ملي پولیسو د کشفي مالوماتو له مخې کشف او ضبط شول.

دا لاسته راوړنې داسې مهال کیږي، چې تېره ورځ هم د پکتیا د امنیه قومندانۍ منسوبینو په څمکنیو ولسوالۍ کې ۹۰ بوتله الکولي څښاک له درې تنه تورنو سره نیولي او اړونده ادارو ته یې سپارلي دي.