پکتیا کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۹:۱۴
t

تېره ورځ د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
یاد ماشوم د یوه صراف زوی دی او د خلاصون په بدله کې یې د غټو پیسو غوښتنه ترې کړې وه؛ چې د پولیسو لخوا د مرکز ګردېز په باغکۍ سیمه کې ژغورل شوی دی.
پولیسو تښتول شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته یې سپارلی او د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.