پکتیا کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۵
4

تېره ورځ ترهګرو طالبانو د پکتیا ولایت د زرمت – ګردېز پر لار پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د پولیسو لخوا په شا تمبول شوي دي.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو ترهګرو کې بهرني اتباع هم شامل دي.
د دې نښتې پر مهال ملکي خلکو او پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.