پکتیا کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول

تېره ورځ د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په کڅکي کلي کې د درېیو بهرنیو اتباعو په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
یاد ترهګر طالبان په "توربابا" سیمه کې د هوايي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړل شوي دي.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې په یرغلیز حالت کې دي او تر اوسه یې د جګړې په ډګرونو کې دښمن ته درنه مرګژوبله اړولې ده.