پکتیا کې پولیسو د وسایطو د تورو شیشو سپینولو هڅې چټکې کړي دي
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ پولیسو د عامه نظم د ټينګښت، امنیت ساتنې، د غیرقانوني وسلو د کارونې د مخنیوي او د شکمنو فعالیتونو د محدودولو په موخه، د تورو شیشو او زغرهوالو وسایطو د پاکولو او قانوني کولو هڅې د یو کمپاین له لارې ګړندۍ کړي دی.
دغه کمپاین څو ورځې وړاندې پیل شوی و او تر اوسه په مرکز ښار او ګڼو نورو سیمو کې د لسګونو وسایطو تورې شیشې سپینې شوې دي.
پولیس ټینګار کوي چې هېڅکله به هغو غیرقانوني فعالیتونو ته اجازه ورنهکړي چې د تورې شیشو، زغرهوالو وسایطو، انتنونو او نورو ورته وسایلو کارول پکې شامل وي. پولیس به په دې تړاو جدي اقدامات ترسره کړي.